Kishore Kumar Hits

Shafiq Mureed - Zaari текст песни

Исполнитель: Shafiq Mureed

альбом: Tasweer


بېګا شپه چې مې د يار ديدن نصيب شو
داسې شپه وه چې سپوږمۍ هم ځلېدله
کله يار کله سپوږمۍ ته مې کتلې
کله يار کله سپوږمۍ ته مې کتلې
قسم يار مې له سپوږمۍ نه ځلېدله
ما به کمرنګو رڼاګانو ته دعا کړې وه
مابه يو ستورى ورکېدلو ته پرې ايښى نه و
ما به سپوږمۍ ته په لوېدلو کې ښېرا کړې وه
ما به سحر کې لمر ختلو ته پرې ايښى نه و
که پوهېدم چې دې سبا له حافظې نه وځم
که پوهېدم چې په ژړه دې له کوڅې نه وځم
که پوهېدم چې دې سبا له حافظې نه وځم
که پوهېدم چې په ژړه دې له کوڅې نه وځم
ما به کمرنګو رڼاګانو ته دعا کړې وه
ما يې تيراه لمن په اوښکو لمدوله ضرور
که پوهېدمه ترږمو ته مې زارۍ کولې
ما يې تيراه لمن په اوښکو لمدوله ضرور
که پوهېدمه ترږمو ته مې زارۍ کولې
د زمان پښو ته به لوېدمه چې قدم وانخلي
د ساعت ستنې ته، شېبو ته مې زارۍ کولې
وخت به مې هسې تيرېدلو ته پرې ايښى نه و
ما به سحر کې لمر ختلو ته پرې ايښى نه و
که پوهېدم چې دې سبا له حافظې نه وځم
که پوهېدم چې په ژړه دې له کوڅې نه وځم
که پوهېدم له هغې شپې نه پس دې نه وينمه
دا مې ويل چې دا بې نوره رڼا مه هېروه
که پوهېدم له هغې شپې نه پس دې نه وينمه
دا مې ويل چې دا بې نوره رڼا مه هېروه
غوږ ته نيږدې مې ښکلولې دا مې ورو ويلې
په ورکو ورکو لارو ځم ګرانې ما مه هېروه
ما به دې ذهن هېرولو ته پرې ايښى نه و
ما به سحر کې لمر ختلو ته پرې ايښى نه و
که پوهېدم چې دې سبا له حافظې نه وځم
که پوهېدم چې په ژړه دې له کوڅې نه وځم
که پوهېدم چې دې سبا له حافظې نه وځم
که پوهېدم چې په ژړه دې له کوڅې نه وځم

Поcмотреть все песни артиста

Другие альбомы исполнителя

Похожие исполнители