Kishore Kumar Hits

Farhad Darya - Yawa Wraz текст песни

Исполнитель: Farhad Darya

альбом: khorshide Man


یوه ورځ وه
موږ دواړه پر سفر باندې روان شو
زه او ته غاړه په غاړه پر سفر باندې روان شو
یوه ورځ وه
ما ژړلې، سر مې ستا پر ولي کیښود
ستا په سترګو کې چې ورک شوم، دا جهان مې واړه پرېښود
یوه ورځ وه
ته شاه میرمن وې، زه یوازې ستا پاچا وم
پاچا نه وم، ستا بندي وم، بدو سترګو نه پناه وم
یوه ورځ وه
موږ ستړي له دې دومره ډېرو خلکو
لاس په لاس دواړه اوبو وړي له دې دومره ډېرو خلکو
یوه ورځ وه
عاشقان ووعارفان وو، زه او ته وو
د زاړه ښار په کوڅو کې سرګردان وو، زه اوته وو
یوه ورځ وه،
ستا له سترګو څخه اوښکې راروانې
زه حیران درته ولاړ وم، ستا وې زلفې پریشانې
یوه ورځ وه
ستا د اوښکو دوې سکې وې زماپه جیب کې
زنګیدم ستاپر پاولیو ، شړنګیدمه ستا په پایزېب کې
یوه ورځ وه
ستا پر ژبه دغوسې سندرې شنې وې
زه دې اور ته وم نیولی، ستا په سترګوکې لمبې وې
یوه ورځ وه
تا ویلې زما خیالونه پکارنه دي
زه د ژوند شین غمی غواړم زما لفظونه پکار نه دي
یوه ورځ وه
زما په لاس کې غزلونه مړاوې شوي
د سندرو نغمې مړې وې ، سرودونه رژیدلي
یوه ورځ وه
یوه ورځ وه ، زه نورهیڅ نه وم بې سروده بې سندرې
ستا پرحسن غبار ناست و دبیلتون دې کړې خبرې
یوه ورځ وه
قیامت نه و، لمرختلی و په اسمان کې
زه لا مړ نه وم ، او ژوندی وم لا هم ورک وم په خپل ځان کې
یوه ورځ وه
ستا غږ نه و د زاړه ښار په فضا کې
زه یوازې وم بې سیوري څه و مات زما په اروا کې
یوه ورځ وه
عاشقان وو عارفان وو خو ته نه وې
زه او روح مې په کوڅو کې سرګردان وو، خو ته نه وې

Поcмотреть все песни артиста

Другие альбомы исполнителя

TOP 3

2022 · Мини-альбом

Похожие исполнители